وروستي خبرونه

د وسلوالو مخالفینو د مرستې نه شتون به د ګوزڼ مثبتې پېښې ډېرې کړي

937

 د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د کرونا له امله تر اوږد ځنډ وروسته په هرات کې د واکسین لړۍ پیل شوه. د چارواکو په خبره، که کورنۍ او وسله وال مخالفین له دې پروسې سره همکاري ونکړي، په هرات کې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتېدو ډېر امکان شته

د هرات د عامې روغتیا مرستیال ډاکتر آصف کبیر وايي، دا ځل شپږ لکه او ۵۸۰ هغه ماشومان واکسین کیږي، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو ټیټ وي، خو که د واکسین د پروسې پر وړاندې خنډ رامنځ ته شي د پولیو مثبتې پېښې به په هرات کې ډېرې شي

بلخوا د هرات مرستیال والي ډاکتر نوراحمد حیدري وايي، د قومي مشرانو په مرسته به د هرات په لرې پرتو او ناامنه سیمو کې د واکسین د پلي کېدو زمینه برابره کړي. دیني عالمان او د ولایتي شورا غړي د مخالفینو څخه غواړي، چې د واکسین پروسې سره همکاري وکړي، تر څو ټول ماشومان د تلپاتې معیوبیت څخه وژغورل شې

د یادونې وړ ده، چې د څو کلونو را په دې خوا د هرات په ټولو سیمو کې د واکسین پروسه په بشپړ ډول نه ده پلي شوې، ځکه نا امنۍ د هرات په ډېرو سیمو کې د یادې پروسې پر وړاندې ستر خنډونه رامنځ ته کړي دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008