وروستي خبرونه

قطر کې د سولې دواړه لوري دې لومړی اوربند وکړي

936
 ننګرهار کې لسګونه ښځو د يو سوله ييز لاريون پر مهال، قطر کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له مذاکراتي ټيمونو وغوښتل، دواړه لوري دې لومړی د اوربند رامنځته کېدو پر سر خبرې وکړي او دې پروسې ته دې لاره هواره کړي، چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي
دوی چې ننګرهار کې د پیاوړو ښځو شبکې لخوا رابلل شوې وې وایي، جګړه نوره له زغم وتلې او د جنګ دواړه خواوې دې ژر تر ژره اوربند وکړي. لسګونه مېرمنو جلال اباد کې د سولې په ملاتړ لاریون وکړ او له افغان حکومت او وسله والو طالبانو یې وغوښتل، چې د پیل شویو مذکراتو لومړی بحث دې اوربند کړي، تر څو د دې خبرو نور پړاوونه د امن په فضا کې تر سره شي
لاریون کوونکې مېرمنې وایې، د جګړو دوام به د سولې خبرې زيانمنې کړي او زیاتوي، د ټولو افغانانو هیله اوربند دی، چې د جګړې ښکېلې غاړې یې باید په پام کې ونیسي
دوی وایي، د جګړو له امله تر نورو ډېرې مېرمنې اغېزمنې شوي دي او زیاتوي، وژنې او نا کرارۍ ورته نورې د زغملو نه دي. د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د مذاکراتي ټيمونو تر منځ د سولې خپلمنځي خبرې روانه اوونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې او تازه داسې هيله مندي ښودل شوې، چې دواړه غاړې د ګډو ناستو د طرزالعمل په ډېرو مواردو سره سلا شوي دي
خبریال : هلال الدین عزیزیار

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008