وروستي خبرونه

سپينه ماڼۍ کې د اسراییلو او دوه عربي هېوادونو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې ده

933
 د وروستیو راپورونو له مخې، د اسراییلو، اماراتو او بحرین ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په موخه په سپینه ماڼۍ کې هوکړه لاسلیک شوې ده
دغه هوکړه د متحده عربي اماراتو او بحرین استازو له بنیامین نتنیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د اړیکو د عادي کولو په موخه د رسنیو پر وړاندې ترسره کړې ده
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې دغه هوکړه یوه ستره لاس ته راوړنه او په سیمه کې د ثبات او امنیت لامل بللی او زیاته کړې یې ده، چې د اسراییلو او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو لپاره پراخې هڅې شوې وې خو اوس وتوانېدل څو دغې هوکړې ته ورسېږي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008