وروستي خبرونه

شاوخوا یوه بجه به د شپږیزې لیګ سیالیو په پایلوبه کې میس عینک اتلان او کابل بازان د یو بل پر وړاندې لوبه تر سره کړي

932
 د شپږیزې لیګ سیالۍ چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د کابل کرکټ سټیډیوم کې د شپږ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، چې پای لوبه به یې نن تر سره شي
د یادو لوبډلو لوبډلمشرانو ویلي، چې لوبغاړي یې پای لوبې ته بشپړ چمتووالی لري. که څه هم میس عینک لوبډلې وړمه ورځ خپله لومړۍ لوبه وبایلله خو تېره ورځ یې په نیمه پایلوبه کې بند امیر ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لار پیدا کړه، چې نن به د شپږیزې لیک د اتلولۍ جام لپاره د کابل بازانو پر وړاندې خپل بخت وازمایي. همدا راز تېرماښام ولسمشرغني د کریکټ بورډ له رهبري او شپږیزې کریکټ لیګ اووم پړاو سیالیو لوبغاړو سره هم لېدنه تر سره کړې

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008