وروستي خبرونه

د کورونا ویروس د پراختیا سره د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ روان دی

931

 د اسیا پراختیایي بانک د خپل کلني راپور په خپرولو سره ویلي، چې نړۍ کې د کورونا ویروس په پراختیا سره د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ پر زوړ روان دی

له یاد بانک نه په خپور شوي راپور کې راغلي چې ښایي د تېر کال په پرتله یې اقتصادي وده منفي پنځه شي. که څه هم تر دې وړاندې د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان لپاره درې سلنه اقتصادي وده اټکل کړې وه

خو دغه بانک وايي، په افغانستان کې ناوړه امنیتي وضعیت او فساد هم د دې لامل شوی چې اقتصادي وده مخ پر ځوړ شي. یاده اداره دا هم وایي، چې ښايي راتلونکی کال دغه ناخوالې ختمې شي او افغانستان به ۱،۵ سلنه اقتصادي وده ولري. په راپور کې راځي که د سولې خبرې پایلې ته رسیږي او په افغانستان کې امنیت تامین شي نو په هغه صورت کې به راتلونکی کال د افغانستان اقتصادي وده د پرمختګ پر لور روانه شي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008