وروستي خبرونه

لغمان کې د ټرافیکي پېښې له امله یوولس تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

930

 د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، چې نن سهار د لغمان الیشنګ ولسوالۍ په ګونه پال درې سیمه کې یو موټر له له ګړنګه غورځېدلی، چې له امله یې یو تن مړ شوی او لس نور ټپیان دي

د دولتزي په وینا، چې پېښه د موټروان د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا ټپیان د يادې ولسوالۍ او مرکز مهترلام روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008