وروستي خبرونه

د هېواد دښمنان په ټول توان سره خپلو موخو ته نه دي رسېدلي

929
 د ملي امنیت ریاست وايي، د روان کال له پیله تر اوسه پورې د هېواد دښمنانو ۹ زره ۶ سوه بېلابېل بریدونه کړي، چې افغان ځواکونو سخت زیانونه ورته اړولي دي
سرپرست رییس، چې د سناتورانو پوښتنې يې ځوابولي وویل، طالبان لا هم له القاعده سره اړیکې لري او په خبره يې په تېرو درې اوونیو کې يې ۸۰ تنه د داعش غړي او طالبان نیولي دي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر په وینا، سږ کال طالبانو د جګړې تکتیک بدل کړی او ډاډ ورکوي، چې د ښارونو او لویو لارو امنیت ښه والي لپاره يې یو لړ پروګرامونه پر لاره اچولي دي
د مشرانو جرګې غړو د پولیسو د معاشونو پر ځنډ، د خیالي پولیسو پر شتون او هېواد کې پر روانې ناامنۍ اندېښنه څرګنده کړه

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008