وروستي خبرونه

افغانستان کې دې بشر دوستانه اوربند وشي

926
 د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري اوربند غوښتنه کړې ده
ګوتریش وایي، په دغې غونډه کې به یې ډیر تمرکز پر دي وي، چې څنګه کولای شي په نړۍ کې روانو جګړو ته د پای ټکی کېښودل شي. هغه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیل ته په ښه سترګه ګوري خو زیاتوي، چې یو ځل بیا له ټولو ښکېلو لورو غواړي، چې نور دې جګړه ختمه کړي او ژر تر ژره دې بشري اوربند وکړي
د یادوني وړ ده، چې له دي وړاندي هم ملګرو ملتونو د اوربند غوښتنه کړي وه، چې له امله یي دمنځني ختیځ او افریقا په ډېرو هېوادونو کې اوږدې جګړې درېدلې دي خو په افغانستان کې طالبانو له دغه اوربند سره تر دې دمه توافق نه دی کړی

 

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008