وروستي خبرونه

که چېرې د ډیموکراټ ګوند کوم غړی ولسمشر شي، د امریکا اقتصاد به له صفر سره ضرب شي

274

 د وروستیو راپورونو له مخې، د امریکا ولسشمر ډونالډ ترمپ، خپلو پلویانو ته په یوه خبري ناسته کې بیا پر ډيموکراټ ګوند نیوکې وکړې او ویلي دي، که چېرته د یاد ګوند کوم غړی ولسمشر شي، نو د امریکا اقتصاد به له صفر سره ضرب او دا پیاوړی ملت به له یوې تاریخي ماتې سره مخ شي

ټرمپ همدا راز ویلي، چې دویم ځل ولسمشریزو ټاکنو کې یې بریا خپله ده ،د درېیم ځل لپاره د ولسمشرۍ وړتیا هم لري او په پام کې لري، چې د امریکا د 2024 زېږدیز کال ټاکنو ته هم ځان نوماند کړي. ټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې ځینو منتقدانو یې ویلي، ټرمپ یو سر زوری شخص دی او د امریکا راتلونکې ټاکنې به له جنجالونو سره مل وي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008