وروستي خبرونه

طالبان په اساسي قانون کې د تعدیلاتو غوښتونکي دي

920

 د طالبانو یو شمېر غړو د سولې خبرو په څنډه کې ویلي، چې د افغانستان په اساسي قانون کې باید تعدیلات رامنځ ته شي او په وینا یې چې دا به د دوحې په ناسته کې د بحث وړ موضوع وي

طالبان ټینګار لري، چې د افغانستان اساسي قانون په ټولیز ډول له شریعت سره همغږی نه دی او تعدیلات کولای شي، څو دا قانون اسلامي کړي، دوی تر دې دمخه یاد قانون د سولې پر وړاندې خنډ بللی و

که څه هم وروسته روښانه شوه، چې دا قانون د سولې خبرو پر وړاندې خنډ نه شي رامنځ ته کولی، دا چې په دې موضوعاتو باندې د اجنډا له مخې په کومو مسایلو باندې کله او څه ډول بحث ترسره کیږي دا به په راتلونکو رسمي ناستو کې معلومه شي. خو په همدې حال کې ولسي وګړي له دواړو لورو غواړي، چې د نرمښت په ښودلو سره د سولې پروسه بریا ته ورسوي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008