وروستي خبرونه

په مذاکراتو کې به د بشري حقونو موضوع، د دواړو لورو لپاره سره کرښه وي

919

 د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، د سولې په خبرو کې به د بشري حقونو ساتل د بحث تر ټولو مهمه موضوع وي

د دغه سازمان ویانده اینډریا پراسو ویلي، چې اوس افغانانو لپاره د سولې ښه فرصت دی، باید ضایع نشي، نوموړې زیاتوي، د سولې په مذاکراتو کې ډېر موارد شته، چې د معاملې وړ نه دي. هغې د ښځو پر حقونو هم ټینګار کړی دی او په خبره یې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د شلو کلونو لاس ته راوړنو له ډلې یو هم د ښځو د حقونو خوندي کول دي او اوس هم باید په مذاکراتو کې د دې حقونو پر خوندیتوب ټینګار وشي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008