وروستي خبرونه

د خپملنځي خبرو لومړنۍ رسمي ناسته به نن په دوحه کې ترسره شي

918

 د وسلوالو طالبانو ویاند وايي، چې تېر ماښام د دواړو غاړو مرکچي پلاوي غړو پرېکړه وکړه، چې د سه شنبې په ورځ به په رسمي ډول دغه خبرې پیل کړي

د وردګ په وینا چې دواړو لورو د راتلونکو غونډو پر کاري اصولو او مهالویش د بحثونو تر څنګ پر عمومي غونډې چې نن ترسره کیږي، هوکړه کړې ده. د یادونې وړ ده، چې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د تېرې شنبې په ورځ د خپلمنځي خبرو پرانیست غونډه د نړیوالو په حضور کې تر سره شوه، چې د افغان حکومت په ګډون ټولو نړیوالو هېوادونو د اوربند غوښتنه وکړه. د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د ځینو تخنیکي ستونزو له امله تر اوسه رسمي خبرې نه وې پیل شوې، تازه د وسلواو طالبانو ویاند محمد نعیم وردګ ویلي، چې د دواړو لوریو تر منځ به رسمي خبرې نن په دوحه کې پیل شي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008