وروستي خبرونه

ولسمشر د يوې غونډې په ترڅ کې نوي نوماند وزيران معرفي کړل

915

 ولسمشر غني د یوې غونډې په ترڅ کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه، د کابینې نوي نوماند او سرپرست وزیران رسماً معرفي کړل

د ولسمشر د فرمان پر اساس، فضل احمد معنوي د عدلیې وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، قدرت الله ذکي د ترانسپورټ وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو چارو د نوماند او سرپرست وزیر، بشیر احمد ته ینج د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، نور رحمان اخلاقي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، انوارالحق احدي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، مېرمن معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د نوماندې او سرپرستې وزیرې، عباس بصیر د لوړو زده کړو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، نثار احمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نوماند او سرپرست وزیر او مېرمن کریمه حامد فاریابي د اقتصاد وزارت د نوماندې او سرپرستې وزیرې په توګه، وټاکل شول

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008