وروستي خبرونه

د ټاکنو د پایلو تر اعلانېدو وروسته اوس هم بلاروس کې لاریونونه دوام لري

912

د وروستیو راپورونو له مخې، له څو اونیو را په دېخوا بلاروس کې زرګونو کسانو د دغه هېواد د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پر ضد پراخ لاریونونه ترسره کړي او د دغه هېواد ولسمشر ګوښه کېدل غواړي

راپورونو زیاته کړې، دغه لاریونونو کې تازه 4 سوه لاریونکونکي د پولیسو له لوري نیول شوي. د دغه هېواد امنیتي ادارو ویلي، چې په ښارونوکې به لا ډېر پولیس ځای پر ځای کړي او خبرداری یې ورکړی، څو د نورو په لمسون د بلاروس نظم خراب نه کړي

دغو کسانو په داسې مهال خپلو لاریونونو ته دوام ورکړی، چې په خبره یې الکساندر لوکاشینکا له 26 کلونو راهیسې په واک کې دی او دا ځل یې هم په ټاکنو کې پراخه درغلي کړې ده، دوی د ټاکنو د باطلېدو او لوکاشینکا د استعفا غوښتنه کوي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008