وروستي خبرونه

ټاکل شوې، نن په دوحه کې پر اجنډا بحث پیل شي

909

ټاکل شوې، چې نن د قطر په دوحه کې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي. د راپورونو له مخې چې تېره ورځ د دواړو لورو استازو د مذاکراتي غونډو پر اجنډا خبرې کړي دي او نن به پر ټاکل شوي اجنډاوو دواړه لوري بحثونه وکړي

د یادونې وړ ده، چې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي لومړنۍ غوښتنه به د اوربند تامین وي، خو طالبانو بیا ویلي چې په دې لاره کې د شته خنډونو له منځه وړلو ته لومړیتوب ورکوي. د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي سره تللی هیئت د ملي مصالحې عالي شورا رییس او د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر چې د دغه پلاوي مشري یې کوله، کابل ته راغلي دي، د خو طالبانو او افغان حکومت ګډ ۴۲ کسیز پلاوی به خپلو مذاکراتو ته ادامه ورکوي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008