چهارشنبه. Apr 1st, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

په ختیځ کې دوطندار ملي برنامه پیل شوه

مهترلام ۲۸ سلواغه۱۳۹۸ دیو ویشت ولایاتو داستازو په ګډون په ننګرهار او لغمان کې دوطندار برنامې دپروګرامونو لړۍدیوې سترې غونډې په جوړیدا سره پیل شوه چې درې ورځې به دوام ولري.

دسیمه ییزو ارګانونو دولسي ملاتړ پروګرام رییس زین الله شهیدزي وویل چې ددوه کلونو په اوږدو کې دوطندار برنامې دپروګرامونو اتمه لړۍ ده چې پیل شوه؛ دنوموړي پر وینا دننګرهار اولغمان په مرکز او ولسوالیو کې به تر اتلسو پورې علمي، فرهنګي، تفریحي، فلکلوري، توریستي ، کرنیز او تاریخي سیمو څخه دلیدنې پروګرامونه ولري چې موخه یې دبیلابیلو سیمو دخلکو کلتوري نیږدیوالی، تعصب له منځه وړل، تجارب شریکو اودزغم اوهمدلۍ منځته راوړل دي.

لغمان سرپرست والي شاهزاده مظلومیار په خپله وینا کې وطندار برنامه دملي وحدت قومونو، نژادونو، ژبو اومذهبونو کوچنی افغانستان وباله نوموړي له لغمان ښاروالۍ مننه وکړه چې د یو ویشتو ولایاتو دګډونوالو په ویاړ یې څلور جریبه دنانجو باغ ونوماوه او عملا یې دټولو ولایاتو دیو یو تن استازي په لاسونو نیالګي کینول.

دسیمه ییزو ارګانونو دخپلواکې ادارې مشر عبدالمتین بیک پیغام استاد وفا سمندر ولوست دپیغام په یوه برخه کې وطندار برنامه ستایل شوې وه چې دمختلفو قومونو یوه ګلدسته یې جوړه کړې او عملا یې دهیواد قومونه سره نیږدې کړي دي. دلغمان ښاروال نظیف الله الکوزي او فرهنګ رییس فیضان الله پټان وویل میلمانه به دامیر حبیب الله خان له رغول شوي قصر” سراج کلا” او دمهترلام بابا له رغول شوي مزاره لیدنه وکړي چې ددغه لرغوني مزار دجوړیدنې زرکاله کیږي نظیف الله الکوزي وویل چې دمحلي موسیقۍ ترڅنګ میلمنو ته تفریحي ،فولکلوریک اودلاسي صنایعو ننداتونونه او محلي لوبې هم چمت شوي دي.

دیادونې وړده چې وطندار برنامه به دوه ورځې په ننګرهار ولایت کې شپاړس بیلابیل پروګرامونه ولري

( ټول لیدونکې 50 , د نن ورځي لیدونکې 1 )