وروستي خبرونه

په هېواد کې د جګړې له شدت سره د تاوتریخوالي زیاتېدل

905

 د ملي دفاع سرپرست وزیر، چې مشرانو جرګې خپلې غونډې ته استجواب کړی وایې، د سولې له هوکړې وروسته تاوتریخوالی نه یواځې کم شوی، بلکې ډېر شوی دی. په دې غونډه کې وزیر اندېښنه څرګنده کړه، چې د تېر کال په پرتله سږ کال جګړې په هېواد کې شدت پیدا کړی دی

د مشرانو جرګې غړي بیا د هېواد د لویو لارو او ښارونو پر ناامنۍ اندېښنه ښيي او له وزیر څخه يې وپوښتل، چې د وضعیت د ښه والي لپاره يې څه کړي؟ او څّه پلانونه ورته په پام کې لري. په دې وروستیو کې هېواد کې جګړه شدېده شوې، بریدونو او چاودنو زور اخیستی، چې د اندېښنو زېږولو سربېره يې اوس مشرانو جرګې په اړه د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد خپلې عمومي غونډې ته وربللی وه

د مشرانو جرګې غړي وايي، د هېواد د لویو لارو او ښارونو امنیتي وضعیت تر بل هر وخته ډېر خراب شوی او زیاتوي، که چېرې روانې ناامنۍ ته پام ونه شي وضعیت به نور هم تر دې بدتره شي. د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د مشرانو جرګې استجوابیه ناسته، چې وروسته د خالد له څو خبرو سري شوه وویل، سږ کال په هېواد کې جګړې شدت موندلی او تاوتریخوالی ډېر شوی دی

سناتوران اندېښنه ښيي، چې د هېواد ځیني ولایتونه محاصره شوي او ان یو شمېر ولسوالۍ سقوط ته نږدې شوې دي، خو په وینايي که پاملرنه ورته ونه شي، نو په سقوط سره به يې نور ولایتونو ته هم د ناامنۍ لمن خوره شي. وروسته له هغې مشرانو جرګه د هېواد پر روانې ناامنۍ اندېښنه څرګندوي، چې د لوګر، پکتیا، غزني او ننګرهار بریدونو سربېره، تېره اوونۍ په مرکز کابل کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح باندې هم چاودنه وشوه، چې له امله يې ۲۵ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې وه

خبریال نظیر شینواری

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008