وروستي خبرونه

هرات کې د ۴۶ رغنیزو پروژو کارونه پیلیږي

904

 د هرات ښاروال غلام حضرت مشفق وايي، له ډېر ځنډ وروسته د ټولو ستونزو سره سره به په راتلونکو لسو ورځو کې د ۴۶ رغنیزو پروژو چارې به د هرات ښار په ۱۵ ناحیو کې پیل شي، چې تر ډېره بریده به د سړکونو د پخېدو پروژي وي

خو د هرات ولایتي شورا استازي دا تشې وعدې بولي او پر عملي کېدو یې بې باوره دي. د هرات ښاروال وايي، ۴۶ رغنیزې پروژې به د هرات د ښاروالي په ۴۰۰ ملیونه افغانیو ملي بودیجي تر راتلونکو څو ورځو پوري پیل شي، چې اکثره به یې د سړکونو د پخېدو پروژې وي. بلخوا د هرات ولایتي شورا استازی غلام حبیب هاشمي بیا وايي، چې په هرو څو میاشتو کې هرات ته نوی ښاروال ټاکل کیږې، تر څو چې له کارونو سره بلدیږي، پر ځای يې بل ښاروال راځي، چې دې ګډوډۍ د یادې ادارې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي

که څه هم شل ورځې مخکې د هرات ښاروالۍ ویلې وه، چي ترلسو ورځو پورې به یې پروژې پیل شي، خو اوس ترشلو ورځو زیات وخت تیریږي، د پروژو خبر نشته، چې د ولایتي شورا استازی کبیر ایثار دا د خلکو خطا ایستل بولي او د هرات د والي ویاند بیا د یادې موضوع د تعقیب خبره کوي. د یادونې وړ ده، چې د هرات ښار ډېر شمېر واټونه په خورا بد وضعیت کې دي او رغېدو ته جدي اړتیا لري

خبریال عتیق الله مطمین

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008