وروستي خبرونه

د سولې روان بهیر قوي مدیریت او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري

901

د امریکا یو شمېر اوسنیو نظامیانو او ډیپلوماټانو د سی ان ان ټلوېزیون سره د خپلمنځي خبرو پر پيل خبرې کړي دي او زیاته کړې يې د، چې د سولې روان بهیر قوي مدیریت او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري

همدا راز امریکايي ډيپلوماټان زیاتوي، چې د افغانستان جګړه یواځې د خبرو له لارې د حل وړ ده، خو د سولې دا خبرې به هومره ژر پایلې ته ونه رسیږي، پراخې حوصلې او ډېرو هڅو ته اړتیا لري

یادو نظامیانو او ډيپلوماټانو له سولې مخکې له افغانستان څخه د امریکايي سرتيرو ویستل غیر معقول کار بللی، دوی وايي، چې طالبان د سولې په خبرو کې هیڅ ډول نرمښت نه ښيي او نه کوم لوري د فشار احساس کوي، چې له همدې امله د سولې خبرې به اوږدې شي او جګړه به نور هم دوام وکړي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008