شنبه. Jun 6th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

ټرمپ د ناسا په بودجه کې ډیروالی راولي، تر څو مریخ ته فضا نورد ولیږي | ژباړه: رحمت الله محمد

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت په هغه پیشنهاد شوي طرحه کې چې د امریکا کانګرس ته یې وړاندې کړي، د امریکا د فضایي څیړنو د ملي اداري په بودجه کې یې د ډیروالي غوښتنه کړي.

د امریکا د ۲۰۲۱م کال لپاره د بودجي په وړاندې شوي طرحه کې د ناسا په بودجه کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی. په ۲۰۲۱م کال کې به د امریکا حکومت ۲۵ میلیارده ډالر د ناسا ملي اداري ته ورکړي، چې نوموړي ملي اداره به د هغو له ډلي څخه تر ۱۲ میلیارده زیاتي پیسي د مریخ او سپوږمۍ په سفرونو ولګوي.

له دې پروژي څخه یې ۳ میلیارده ډالر د آرتمیس په نوم یوه ماموریت ته ځانګړي شوي، چې په دې ماموریت کې به فضاء نوردان سپوږمۍ ته سفر وکړي، او د مریخ سفر ته به چمتووالی ونیسي. چې د ناسا په خبره مریخ ته په سفر به ۳۵ میلیارده ډالر مصرف راشي.

سپینه ماڼۍ هیله لري چې د آرتمیس ماموریت په ۲۰۲۴م کال کې تر سره شي، خو ناسا بیا دا ماموریت په ۲۰۲۸م کال کې غوره ګڼي. خو دا چې د امریکا حکومت د ناسا په بودجه کې ډیروالی راولي نو ممکن دا ماموریت تر ۲۰۲۴م کال پورې تر سره شي.

ټاکل شوي ده چې د آرتمیس په ماموریت کې دوه امریکایي فضاء نوردان چې یو به يې ښځه او بل به یې نارینه وي، سپوږمۍ ته سفر وکړي.

د امریکا جمهور ریس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۷م کال کې سپوږمۍ ته د بیا سفر په هکله فرمان صادر کړی وو، خو دا چې د ناسا بودجه کمه وه نو دا فرمان عملي نشو.

خو دا ځل به د ناسا بودجي د ډیروالي په هکله د ټرمپ غوښتنه لمړی د امریکا د ملي کانګرس له لورې تصویب کیږي، او له هغه وروسته به عملي کیږي. امکان لري چې د ناسا بودجه په راتلونکو کلونو کې نوره هم زیاته شي، تر څو فضاء ته خپل لنډمهال، منځ مهال او اوږد مهال سفرونه تر سره کړي.

( ټول لیدونکې 18 , د نن ورځي لیدونکې 1 )