وروستي خبرونه

افغانستان له ایرانه سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هوکړه کړې

845

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، چې تېره ورځ په ایران کې د دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده، په دې دوه ورځنۍ غونډه کې دواړو هېوادونو د سوداګریزو ستونزو پر حل خبرې کړې دي

ایران ژمنه وکړه، چې له خپلې خاورې به د افغانستان د سوداګریزو توکو په لېږد را لېږد کې اسانتیاوې را منځ ته کړي. د سوداګرۍ وزارت ویاند زیاتوي، چې افغانستان ډېر سوداګریز توکي د ایراني له لارې نورو هېوادونو ته صادروي، چې ډېری وخت له ستونزو سره مخ کیږي، خو اوس په دې برخه کې ایران ژمنه کړې او دوی به افغان سوداګرو ته پوره اسانتیاوې رامنځ ته کړي

همدا راز افغان حکومت هم له ایراني چارواکو سره ژمنه کړې چې په افغان خاوره کې به د ایراني توکو د لېږد را لېږد په برخه کې پوره اسانتیاوې رامنځ ته کوي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008