شنبه. Mar 28th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

د سعودي ایتلاف له لوري په هوايي بریدونو کې ۳۱ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

رویټرز خبري اژانس د حوثیانو تر کنټرول لاندې الجوف ولایت کې د روغتیا د وزیر له قوله ویلي، چې وژل شوي کسان ملکیان دي.

د رسنيو د راپورونو پر اساس د سعودي په مشرۍ ایتلاف دغه بریدونه د تېرې جمعې په ورځ په یاد ولایت کې د هغوی د یوې جیټ الوتکې د ویشتل کېدو په غبرګون کي ترسره کړي دي. د سعودي په مشرۍ ایتلاف هم منلې، چې په یمن کې د دوی د غورځېدلې الوتکې د پلټنو په عملیاتو کې ممکن ملکي وګړو ته مرګ – ژوبله اوښتې وي.

( ټول لیدونکې 129 , د نن ورځي لیدونکې 1 )