وروستي خبرونه

د اقتصادي اړیکو د پيل په موخه سربیا له کوسو سره هوکړه لاسلیک کړي ده

840

د وروستیو راپورونو له مخې د سربیا او کوسوو مشرانو د اقتصادي اړیکو د عادي کېدو لپاره ژمنتیا ښودلې او د پیل په موخه یې له یو بل سره هوکړه لاسلیک کړې ده

د امریکا ولسمشر هم د دغو دواړو هېوادونو له مشرانو سره په سپينه ماڼۍ کې کتلي. تر دې وړاندې اروپایي ټولنې د تېرو شاوخوا لسو کلونو راپدېخوا هڅه کوله، څو د دواړو هېوادونو تر منځ سوله تر سره شي. کوسوو په 2008 کال کې له سربیا څخه خپله خپلواکي تر لاسه کړه، خو سربیا تر اوسه په رسمیت نده پېژندلې. چین او روسیې هم تر دې دمه د کوسوو خپلواکي په رسمیت نده پېژندلې خو امریکا ، د اروپایي ټولنې یو شمېر هېوادونو او ملګرو ملتونو شاوخوا سلو هېوادونو د سربیا خپلواکي په رسمیت پېژندلې ده

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008