وروستي خبرونه

انسان د تعمیم ، تعمیر او تغیر وړ دی | محمد اسمعیل یون

ZhwandoonSeptember 3, 20201310
821

 

د طالبانو نظام نوی ړنګ شوی و، زه په ختیزو ولایتونو کې د بېړنۍ لویې جرګې د ټاکنو لپاره د دارالانشا مسول وم، جمیعت تنظیم هغه مهال په ډېر زور کې و، هلته یې په ټاکنیزو چارو کې سخته مداخله کوله او ما دې مداخلې ته اجازه نه ورکوله، سید احمد ساپي صیب له یاد تنظیم سره ټینګه رابطه او خواخوږي درلودله، زما او د دوی تر منځ سخته خوابدي رامنځته شوه، خبره وه تېره شوه، یو وخت بیا ساپی صیب له جمیعته هم خوابدی شوی و، یو ځل چېرته سره مخامخ شو ، بښنه یې وغوښته ، راته یې وویل چې ما د جمیعت لپاره کار کاوه او تا د ټول افغانستان لپاره ، نو ځکه زه درڅخه بښنه غواړم

سره له دې چې هغه مهال له ده سره په چلند کې موږ هم له یو څه تېزۍ کار اخیستی و، خو دی په بښنه کې تر ما دمخه شو، یو وخت بیا په زابل کې ښاروال شو، دوه ځله ژوندون تلوېزیون ته راغی ، د زړه خواله یې راسره وکړل ، په فکر ، نظر او ټولنیز چلند کې یې بشپړ تغیر راغلی و ؛ یو ملي کرکټر ورڅخه جور شوی و، هغه وخت ما ته د سقراط دا خبره رایاده شوه چې انسان د تعمیم او تغیر وړ دی باید و نه وژل شي. هدف دا دی چې د یو چا د سیاسي نظریاتو او افکارو له امله باید هغه له فزیکي امحا سره مخ نه شي 

زموږ ټولنه بدمرغه ده ؛ دلته اکثره هغه کسان چې له ټولنیزو او سیاسي کږلېچونو څخه تېر شي، فکري بلوغ ته ورسي او د ټولنې د خدمت جوګه شي ، نو بیا ورته مرګ مخامخ په لاره کې ولاړ وي. همدا شېبه خبر شوم چې خوږ ورور سیداحمد ساپی هم نور د ابد لپاره له موږه جلاشو ، لاره یې روښانه او ځای جنتونه.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008