شنبه. Mar 28th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

د پښتون ژغورنې غورځنګ په خپلو خپرو کړیو پیغامونو کې له پاکستاني ریاسته د منظور پښتون د خوشې کولو غوښتنه کړې

د دوی په خبره پاکستانی ریاست یې لا هم پر وړاندې زور – زیاتي ته دوام ورکړی او نه پرېږدي، چې پښتانه د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو غږ پورته کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور ښتون مدافع وکیل ویلي، پاکستانۍ محکمې د سل زره پاکستاني کلدارو په ضمانت د نوموړي د ازادېدو حکم ورکړی، خو د راپورونو په اساس لا یې د پاکستان حکومت د خوشې کولو لپاره عملي اقدام نه دی کړی. تېره ورځ هم په دره اسماعیل خان کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې پښتانه د منظور پښتون د خوشې کولو غوښتونکي شول.

( ټول لیدونکې 35 , د نن ورځي لیدونکې 1 )