وروستي خبرونه

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر: د روانې فبرورۍ میاشتې تر وروستیو به له امریکايي لوري سره ترتیب شوې هوکړه لاسلیک کړي

په قطر کې د وسلوالو طالبانو سیاسي دفتر ځینو غړو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د روانې فبرورۍ میاشتې تر وروستیو به له امریکايي لوري سره ترتیب شوې هوکړه لاسلیک کړي. مولوي عبدالسلام حنفي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال دی، په خپلې یوې تازه مرکې کې یادونه کړې، چې هوکړې اړوند ټول موارد بشپړ شوي او یواځې لاسلیک ته په تمه ده.

د ده په خبره چې د هوکړې له لاسلیک وړاندې به بهرني ځواکونه له افغانستان خپل وتل پېلوي او د طالبانو ۵ زره بندیان به له بندخونو ازادیږي، چې په بدل کې به یې وسلوال طالبان هم د افغان حکومت زر تنه بندیان ازاد کړي. د افغان سولې په اړه بحثونه دې وروستیو کې تر پخوا ډېر ګرم شوي، چې په کور دننه هم جګړه کې پر ښکېلو غاړو غږ شوی، څو له خپل منځي جنګه لاس په سر شي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008