وروستي خبرونه

پیژند پاڼو کې د مور نوم د لیکلو طرحې په اړه د خلکو غبرګونونه راپارېدلي

812

تېره ورځ د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ د کابینې د قوانیو کمېټې د نفوسو احوال د ثبت قانون د تعدیل طرحه چې په کې تذکرو کې د مور نوم لیکل هم شامل دي تائید کړه، چې اوس یې په اړه د خلکو سخت غبرګونونه راپارېدلي

په خواله رسنیو کې ګڼ شمېر خلکو او د چارو یو شمېر شنونکو دغه طرحه نامناسبه بللې او وایي، چې اکثره پښتانه نه غواړي، چې په تذکره کې دې د مور نوم ولیکل شي، د دوی په وینا ځینې کړۍ هڅه کوي، څو پښتانه تذکرې وانه خلي او له دغې ملي پروسې بې برخې پاتي شي

ټاکل شوې د نفوسو د احوال ثبت په قانون کې دغه تعدیلات لومړی د کابینې له لوري تائید او له هغې وروسته به د افغانستان د پارلمان تصویب ته وړاندې شي. خو دوی د کابینې د قوانینو له کمېټې غواړي چې په یادې طرحې دې له سره غور وکړي. دغه پرېکړه وروسته له هغه نیول کیږي، چې د ځینو ښځینه فعالانو له خوا د ښځو هویت د څرګندولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې د زما نوم چېری دی، تر عنوان لاندې کمپیان روان کړی دی

One comment

  • عرفان الل کوټوال

    September 3, 2020 at 9:08 PM

    ټول کارونه ښه دي دننګرهار دماين عاميلينو ته دي الله سزاورکړي

    Reply

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008