شنبه. Jun 6th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

د څښلو اوبو کمښت کابل ښاریانو ته ستونزې جوړې کړي او باید د حل لپاره يې عملي کار وشي

د کابل ښار اوسېدونکي وايي، د څښلو پاکو اوبو کمښت ورته سرخوږی جوړ کړی او که د اوبو مدیریت لپاره د کانالیزاسیون منظم سیسټم رامنځته نه شي، دغه ستونزه به دوه برابره زیاته شي.

د ښاري اوبو رسولو او کانالیزاسیون شرکت بیا د اوبو کمښت ستونزه مني، خو له اوبو د خلکو ناسمه ګټنه او چلند هغه موارد ښيي، چې د اوبو کمښت ستونزه يې زېږولې ده.

د یاد شرکت مسوولین وايي، د اوبو مدیریت لپاره يې کړی کار بسنه نه کوي او په دې برخه کې به نوې پروژې پلي کړي، څو د اوبو د کمښت ستونزې مخه ونیول شي

( ټول لیدونکې 26 , د نن ورځي لیدونکې 1 )