چهارشنبه. Apr 1st, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

افغان ولسمشر د مونیخ امنیتي ناستې په څنډو کې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره د افغان سولې په اړه بحث او خبرې کړي

د دغو ناستو په ترڅ کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې ژمنه کړې، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې ته به دوام ورکړي.

مولود چاوش اوغلو ویلي، چې ځواکونو به یې افغانستان کې د افغان حکومت د اړتیا پورې په دغه هېواد کې پاتې وي.

ولسمشر غني هم په دغه لیدنه کې د ترکیې له مرستو مننه کړې او ویلي یې دی، چې افغانستان په سیمه کې د اقتصادي څلور لارې په توګه د سیمې هېوادونو، منځنۍ اسیا او ترکیې سره د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو غوښتونکی دی

( ټول لیدونکې 78 , د نن ورځي لیدونکې 1 )