چهارشنبه. Apr 1st, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

ولسمشر غني: حکومت د هر هغه ګام هرکلی کوي، چې هېواد کې د سولې او امنیت د راتګ سبب کیږي

ولسمشر غني د امریکا سنا جرګې له غړو سره په خبرو کې ویلي، سوله د افغان حکومت او امریکا ګډ هدف دی.

د ده وینا افغان حکومت د هر هغه ګام هرکلی کوي، چې هېواد کې د سولې او امنیت د ټنګښت سبب ګرځي. غني زیاته کړې، چې د افغان حکومت ضد وسلوالې ډلې د افغانستان سربېره د سیمې او نړۍ لپاره هم ګواښ پېښولی شي، چې په خبره یې باید پر وړاندې یې مبارزه وشي.

افغان ولسمشر هیله ښودلې، چې ژر تر ژره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې پيل او په دې توګه افغانان له روان ناورینه وژغورل شي.

دا وار د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د سولې هوکړې لپاره راتلونکې اوونۍ وروستۍ بلل شوې، چې د یو شمېر سیاسیونو په وینا په کور دننه باید یوه داسې اجماع رامنځته شي، چې وروستۍ پرېکړه وکولی شي.

( ټول لیدونکې 105 , د نن ورځي لیدونکې 1 )