وروستي خبرونه

خبرې اسانه او کار سخت دی | لیکنه: محمد اسمعیل یون

ZhwandoonAugust 27, 20201100
749

 

یو شمېر خلک چې خوله یې پر غیبت عادت شوې ، د هغوی اصلاح کول اسانه کار نه دی، خپله کوم خاص فکري تولید نه لري بس د نورو غیبت ته یې کار ویلی وي ، نه خپله کار کوي او نه بل څوک کار ته پرېږي.

کله چې موږ د ژوندون تلوېزیون د جوړونې تکل وکړ ، هغه وخت یوازې شمشاد تلوېزیون پښتو نشرات درلودل، هغه هم له خطرونو او ګواښونو سره مخ و. موږ وویل داسې رسنۍ باید فعاله شي چې هم د ملتپالو افغانانو پر ذهن د ستمي لنډغرو او نظار شورا راخور وهم مات کړي ، هم ملي هویت وځلوي، هم د جنګسالارۍ او فساد په مقابل کې ودرېږي، هم نوي کدرونه و روزي ، هم ملي ورځې ونمانځي، هم د ټولنې ناخوالې منعکس کړي ، هم په پښتنو کې اجتماعي جرات پیاوړی کړي ، هم پښتو ادب ، هنر او د ټولنې نورو برخو ته تر خپله وسه وده ورکړې او د ژوندانه په نورو برخو کې تر خپله وسه کار وکړي .ژوندون په دې برخه کې خپلې وروستۍ هڅې کړي ، د حنګسالاریزم وهم یې مات کړ، د ملي شعور انعکاس ته یې لاره اواره کړه ، ملي فکر یې وغوړاوه، د ځوان نسل د جرات په پیاوړتیا کې یې اساسي ونډه واخیسته ، ملي او تاریخي ورځې یې ونمانځلې ، په ټول کابل کې چا جرات نه کاوه چې څوک ان د خپلواکۍ ورځ ونمانځي ، د لومړي ځل لپاره ژوندون دا لړۍ پیل کړه او بیا د هېواد په کچه عامه شوه. ژوندون د لومړي ځل لپاره هغه پروګرامونه او موضوعګانې نشر کړې ، چې هېڅ رسنۍ یې د نشر جرات نه کاوه. کله چې د ملي هویت او برېښنایي تذکرو موضوع راغله ، نو اکثریت سینه دربي په غارو ننوتل ، همدا ژوندون و چې په نره یې د سختې دښمنۍ د قبلولو تر بریده دې مبارزې ته ودانګل او د بریا تر بریده یې دا موضوع پسې تعقیب کړه. طبیعي خبره چې مخالفین هم ارام ناست نه وو ، ټول هغه امکانات یې وکارول چې په لاس کې یې وو ،پر تلوېزیون یې برید وکړ، بندیزونه یې پرې ولګول، ډول ډول جریمې یې پرې ولګولې ، له حکومتي امکاناتو یې ناوړه ګټه پورته کړه او د تلوېزیون د پرمختګ پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړل ، دوی دا وګڼله چې که دا رسنۍ قوي شي ، نو د برېښنايي تذکرو په شان به د ژوند په هر ډګر کې خلک مبارزې ته تشویقوي.ژوندون د ژوند له دغسې سختو پړاوونو تېر شوی او تېرېږي
ژوندون سره چې هر افغان څومره مرسته کړې هغه موږ پر خپل وخت یاده کړې او مرستندویانو ته مو د هغو د لګښت څرنګوالی په ګوته کړی ، خو ځینې خلک چې له پیسو سره یې ډېره سودا وي هغه تر هر څه وړاندې له همدې موضوع سره لېوالتیا ښيي. د دې پر ځای چې مرستدویان اعتراض وکړي دې نورو ته وسوسه پیدا شي ، وایي مړي فکر کوي چې دا ژوندي به تل حلوا خوري. زه د خدای په فضل ښه او منظم ژوند لرم ، د شخصي ژوند له پلوه چاته محتاج نه یم. زه او مېرمن مې ښه معاشونه لرو او د کور پرچارو ښه حاکم یو ، د همدې انتظام وجه ده چې موږ ټولنیزو او فرهنګي چارو ته ښه فرصت لرو.، هر کله چې مو پر چا د مرستې غږ کړی هغه یوازې او یوازې د ټولنیزو او فرهنګي کارونو لپاره دي ، چې په حقیقت کې یو ګډ ملي مسولیت دی. د تلوېزیون تر څنګ موږ په تېرو څو کلونو کې د بېلابېلو لیکوالو نږدې دوه سوه عنوانه کتابونه هم چاپ کړي او په سوونو لویې غونډې مو هم جوړې کړي دي. زموږ له خوا د چاپ شویو کتابونو او فرهنګي غونډو شمېر په ورته برخه کې د اشرف غني د حکومت د اطلاعاتو کلتور وزارت تر کړي کاره څو ځله زیات دی.
اوس راځم دې خبرې ته چې زه کوم حکومت یم؟ زه کوم وزارت یم او یا کوم بل داسې ارګان چې د ځینو خلکو له خوا داسې یو انتخاپي مقام ته رسېدلی یم چې بیا د هغو هرې غوښتنې ته باید زه د ځواب متضمن وم. زه یو عادي معلم یم او ماغوندې پنځه سوه زره نور ښوونکي په دې وطن کې ژوند کوي ، قانع صیب او د نورو لیکوالو مرتبه خو ډېره لوړه ده، زما خو دومره وس و ، دغه کارونه مې وکړل ، اوس چې دا کارونه دوی نیمګړي ګڼي ، دوی دې تر دې ښه تر سره کړي.قانع صیب او نور لیکوال دې په انفرادي او یا چا سره په ګډه یا یوه رسنۍ فعاله کړي ، یا یو فرهنګي مرکز او یا دې هم یو پوهنتون جوړ کړي . که چېرې دا کارونه د ګټې وسیله وي ، نو ګټه به وکړي او که د تاوان تصور په کې و، نو دې منتقدینو خو هر وخت د تاوان زغملو ټټر وهلی دی ، تاوان به وکړي څه پروا کوي؟

.ژوندون ، شمشاد ، کابل نیوز او نور مو خوښ نه وي تر دې ښایسته او قوي رسنۍ جوړې کړئ.دا خو څه کوم حکومتي ریاست او وزارت نه دی چې ما ونیو او بل څوک پر دې پوست نه شي مقررېدلی. ټولو ته لاره خلاصه ده چې هر څه وکړي. هو که بل کار نه شي کولای هر څوک چې غواړي ماته دې یو لیکلی سند راکړي چې همدا رسنۍ تر دې ښه کولای شي دا هم ور پرېږدم ، خو یو څوک چې نه خپله کار کولای شي او نه بل کار ته پرېږدي او بیا انتقادونه کوي چې ترکي سریالونه داسې دي او هندي داسې او عربي داسې دي. وه وروره ته په دې اوسنۍ زمانه کې په کومه برخه کې له دنیا سره برابر یې چې په دې برخه کې به ورسره برابر شې؟ تلویزیون او تصویري رسنۍ تولیدي مواد خپروي ، دا ښاغلي منتقدین دې ونیسي یوازې یو معیاري پروډکشن دې جوړ کړي چې زور یې ورته معلوم شي. په ټولو پښتنو کې یوه ښځینه ممثله نه پیدا کېږي خبرې بیا له ترکي سریالونو سره د سیالۍ کوو.!؟
دا دومره اوږد داستان له دې وجې را وغځېده چې ما پر ځینو پښتنو دولتي چارواکو نیوکه کړې وه ، چې ولې خپلمنځي پښتو مکاتبه نه کوي، دا خبره نو پر بې ځایه انتقادروږدو ښه نه وه لګېدلې، خبره یې بیا ژوندون تلوېزیون او زما کورني ژوند پورې رسولې وه. دا چې ژوندون ښه روان دی که ښه نه دا په دې څه اړه لري چې دفتر کې دې پښتو ژبې ته خپل حق ور نه کړای شي؟ما خو ویلي چې ځينې کسان قرینه جووړي یو موضوع له بلې بې ربطې موضوع سره تړي د خپل ذهد ننداره وړاندې کوي او غواړي اصلي موضوع له ابهام سره سره مخ کړي. اوس په پښتو ژبې مکاتبه دې نورو خبرو پورې څه اړه لري زه په اول منزل کې اوسېږم او دی په دویم پوړ کې؟
په دې پای کې د پښتو ژبې او ادب خدمتګارانو ته یو وړاندیز او خبر لوڅو او نورو غیبت کوونکو ته یوه ننګونه لرم : یو څو مصلح پښتانه او ملتپال افغان لیکوال دې یوه داسې طرحه ولیکي چې په هغې کې تر سلو زیات داسې ګټور کارونه په نښه شوي وي ، چې هغه پښتو ، پښتنو او افغانستان ته ډېر ضروري وي.د دې کارونو د انحام لپاره دې شل داسې لیکوال چې ټول عمر یې نیوکې کړې وي او هغه یې هم له بې ځایه نیوکې پرته بل کار نه وي کړی او هم دې په دې شمېر کې خدمتګار لیکوال شامل کړي ، زه به هم په کې یم ، له حکومتي امکاناتو پرته به کار پیل کړو. بیا به وګورو چې څوک کار کولای شي او څوک دوړې بادوي او د بل پر کار باندې یې نیوکو ته کار ویلی دی؟
د عمل د خاوندانو په حضور کې
د وینا خاوند ولاړ لاس په سلام دی.( استاد الفت)
کار په خپله سخت کار دی، لکښت غواړي او زحمت غواړي، خبرې ډېرې اسانه دي ، نه لګښت غواړي نه زحمت.

 

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008