وروستي خبرونه

که سوله و نه شي څه به وشي؟ | لیکنه: محمد اسمعیل یون

747

 

د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنو ته نږدې دوه میاشتې زماني واټن پاتې دی. یاده موده کې جمهورییس ټرمپ په افغانستان کې د سولې له موضوع او د خپلو عسکرو له خوندي وتلو سره خاصه لېوالتیا لري ، چې هلته خپلو خلکو ته د سولې یو څرګند تصویر او د خپلو عسکرو د مسولانه وتلو یوه لاسته راوړنه وړاندې او په دې ډول په ټاکنو کې خپلې بریا ته لاره اواره کړي

اوس نو اسلامي جمهوریت او اسلامي امارت دوو مخالفو جوړښتونو ته په کار دي چې په همدې موده کې داسې یو جوړجاړي ته سره ورسېږي چې هم د دوی عزت او غوښتې په کې تر یوه بریده خوندي شي او هم دا ډول جوړجاړی له نړیوال تضمین او د اقتصادي مرستو له ملاتړ څخه برخمن شي. په امریکا کې تر ټاکنو وروسته د ټرمپ د بریالیتوب او ناکامۍ په دواړو حالاتو کې د هغه او هم د هغه د مخالفینو د لېوالتیا کچه تر اوسني حالته څو ځله راټیټېږي او ان د بې تفاوتۍ کچې ته ځي. که امریکایان دلته د هر عامل له وجې د داخلي سولې او د یو پراخبنسټه حکومت تر جوړېدو وړاندې ووځي ، نو افغانستان به یو ځل بیا د نوییمو کلونو جګړو ته ستون شي

امریکا به د پخواني شوروي دریځ خپل کړي، ډاکټر غني احمدزی به د ډاکټر نجیب احمدزي پر برخیلک اخته شي ، طالبان به به تر ډېره حده د اسلامي حزب په رول کې واقع شي ، پر حکومت به یو ځل بیا د اسلامي جمعیت او د هغو د موتلیفو ډلو له خوا کودتا وشي ، امرالله صالح به د عبدالحمید محتاط او فرید مزدک رول ترسره کړي. اسداله خالد به د جنرال رفیع او پکتین په رول کې واقع شي او هېواد به یو ځل بیا کورنیو او نیابتي جګړو ته را کاږل شي، د ګاونډیانو په تېره بیا د ایران ، پاکستان ، روسیې او نورو لرې او نږدې هېوادونو نیابتي جنګیالي به یو ځل بیا سره پر جګړو اخته شي. په دې ډول به په تېرو شلو کلونو کې چې کومې پرمختیاوې رامنځته شوي ، هغه به یو ځل بیا له خاورو سره برابرې شي او خلک به بیا هم ان د اوسني نیمګړي حکومت په ارمان شي

د اوسنۍ وضعې دوام چې هره ورځ موږ څخه د سوونو ځوانانو قرباني اخلي ، هم د زغم وړ نه دی او د حکومت انقلابي سقوط بیا بله غمیزه ده چې موږ یو ځل مخکې هم تجربه کړې ده او دا ځل یې بیا جوړونه د اوسنیو سیاستوالوافغانانو په وس هم پوره نه ښکاري.نو ټولو تېرو ترخو تجربو ته په کتو سره هر لوري ته په کار دي چې خپلې غوښتنې ټيټ او یا لږ تر لږه منځني حد ته را ټیټې کړي. د سولې بهیر داسې نه وي چې د یو لوري ټولې غوښتنې دې ومنل شي، یو څه به له لاسه ور کوې او یو څه به ترلاسه کوې. هیله ده چې مختلف او
مخالف افغاني لوري دسولې او جرګې مرکې دغه عیني واقعیت او اصل په پام کې ونیسي ، سوله وکړي او تر دې زیات د ملت د ځورونې او کړونې سبب نه شي

One comment

  • Asif khan

    August 30, 2020 at 9:19 PM

    خدائ دے گران افغانستان کے امن راولی. لر و بر یو افغان

    Reply

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008