وروستي خبرونه

اتصالات مخابراتي شبکي د اووم پړاو شپږیزي کرکت لیګ سیالیو مالي ملاتړ کوونکي امتیاز ترلاسه کړ

741

 افغان کرکټ بورد د اتصالات مخابراتي شبکي سره د اووم پړاو شپږیزي کرکت لیګ سیالیو عمومي ملاتړ کوونکي تړون د ۳،۸ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک کړ

اووم پړاو شپږیزه کرکټ سیالي به د وږي مایشتي په ۱۶ نيټه د شپږو لوبډولو په ګډون کابل کرکټ لوبغالي کې پیل شي. دکریکټ بورډ مسوولینو په خبره ، چې شپږیزه کریکت لیګ کې يي نویو ځوان لوبغاړو ته ډېر چانس ورکړي څو په راتلونکي کې د ملي ټیم ته جوګه شي

ځوان لوبغاړي هم خوښ دي چې شپږیزه کریکټ لیګ کې لوبيږي. افغانستان کې څه هم کریکټ لویه مخښینه نه لري خو بیا يي هم ملي لوبډله د ښې لوبې پر مټ په نړیواله کچه پېژندل شوې ده. افغان کرکټ بورډ د نویو لوبغاړو د پیدا کولو په موخه هر کال د شپږیزي کرکټ لیګ سیالي ترسره کوي څو وکولاي شي نوي ځوان لوبغاړي بېلابېلو لوبډلو ته پیدا کړي. د همدي موخې لپاره افغان کرکت بورډ د شپږیزي لیګ سیالیو اووم پړاو د وږي میاشتي په ۱۶ نېټه په کابل کرکټ لوبغاړي کې پیلوي. د یاد لیګ مالي ملاتړ کوونکي امتیاز د اتصالات مخابراتي شبکي ترلاسه کړ. د دوي په وینا چې یاد تړون يي د ۳، ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت له اتصالات مخابراتي شبکي سره لاسلیک کړ

اتصالات مخابراتي شبکي له دې وړاندي هم له کرکټ بورډ سره تړون درلود خو د ځینو ستونزو له امله يي یاد تړون موده وړاندې بېرته لغوه کړی وو. د یادي شبکي مسوولین وايي، خوښ دي چې د اووم پړاو شپږیزي کرکت مالي ملاتړ یي ترلاسه کړ. دوي زیاتوي په راتلونکي کې به هم له افغان کرکټ بورډ سره خپلو ورته همکاريو ته دوام وکړي. د کرکټ بورډ مسولین وايي، دا ځل يي په اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې ځوانو لوبغاړو ته ډېر جانس ورکړی دی. د دوی په وینا راتلونکي کې به له داسې لیګونو څخه لوبغاړي نورو بهرنیو لیګونو ته هم واخیستل شي. ځوان لوبغاړي هم خوښ دي چې د هېواد په کچه داسي سترو لیګونو کې لوبېږي

د دوی په خبره ځوانو لوبغاړو ته ښه چانس دی، څو له پخوانیو لوبغاړو سره ولوبېږي او دهغوي له تجروبو څخه ښه ګټه پورته کړي. د یادوني وړه ده چې د کورونا ویروس له امله شاوخوا څلور میاشتي افغان کرکټ بورډ په کور دننه او بهر د نورې نړۍ په څېر خپلې لوبې درولې وې، خو اوس د کرکټ بورډ مسوولین وايي، روغتیايي سپارښتنو سره سم به نندارچیانو ته اجازه ورکړي، څو د کرکټ سیالي له نږدي وڅاري

خبریال : وسیم تلاش / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008