شنبه. May 30th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

نوی مک پرو تر ټولو ځواکمن او لوړ قیمت لرونکی کمپیوټر ده | ژباړه: رحمت الله محمد

اېپل کمپنۍ روانه اونۍ د ۶۵ زره ډالرو په بیه خپل ځواکمن کمپیوټر بازار ته وړاندې کړ, اپل کمپنۍ وايي، دا کمپیوټر د دودیزو کارنو لپاره نه دی، بلکې د ګرافیک ډیزاین، ویډیو ایډېټ او سافټ ویر انجینري څانګو کې د مخکښو کارنو لپاره جوړ شوی.

د اېپل د ډیزان مشر جان ایو د دې کمپیوټر په هکله خبرو کې وویل: د مختلفو څانګو کارونو ته دا کمپیوټر ډیزان شوی او پکې د اړتیا وړ بې شمېره اسانتیاوې شته.

دا کمپیوتر ۱۸ کیلوګرامه وزني سي پي یو کې وړاندې شوی چې څلور سوه ډالر قیمت لري. د دې نوي مېک پرو تر ټولو ارزان ورژن ۵۹۹۹ ډالره بیه لري. دې بیې سره تاسو ته کمپیوټر کې ۸ غبرګ پروسیسر، ۳۲ ګیګا بایټ رېم، ۸ جي بي ګرافیک کارډ، ۲۵۶ جې بې د غږیز کیفیت میموري، فریم، کیبورډ او موس درکول کېږي.

یو عادي لپټاپ دا مهال له څلور تر اته جې بې رم لري، خو د اېپل دې کمپیوټر کې دا دوه سوه چنده ډېر دی او له یوه تر پنځو ټي بې رېم یې تر ۲۵ زرو ډالرو پېرل کېدای شي.

د ګرافیکس زیاتېدونکې غوښتنې ته په پام دې کمپیوټر کې داسې اله یا ګرافیک کارډ لګېږي چې لس زره اته سوه ډالر پرې لګښت راځي.

د هارډویر انجینري مرستیال مشر ډین ریکیو په خبره، دا نړۍ کې تر ټولو ځواکمن ګرافیک کارډ دی، چې هر ډول زورور ګېمونه او نور ګرافیکي کارونه چلولی شي.

که تاسو دا شیان پکې شاملوئ نو کمپیوتر ۴۹ زرو ډالرو ته رسېږي، خو خبره په دې ځای نه ختمېږي. که ۲۵۶ جې بې رېم ( لنډمهالې میموري) پوره نه وي، نو په ۱۴ سوه ډالرو سره څلور ټي بي رېم لګولای شئ.

د دې کمپیوټر د موس اېښودو وسیلې ته ۱۴۹ ډالر، ۳۰۰ ډالر د ویډیو ایډېټ پروګرام یا (فاینل کټ پرو لس) او دوه سوه ډالر د موسیقي د تدوین پوستکالي ته پکار دي.

امریکا کې له مالیې پرته دا کمپیوټر ۵۳۲۴۷ ډالرو ته رسېږي. دې کمپیوتر کې سکرین یا منېټر شامل نه دی او دا ډول ځواکمن کمپیوټر ته ځواکمن منېټر پکار دي، چې بیه یې ۵۹۹۹ ډالر دی. دا منېټر باید ۳۲ انچه پراخ وي او زیات ځواکمن هم وي.

دې منیټر سره د اېښود داسې وسیله در کول کېږي چې دا منېټر پرې درېږي او د اړتیا پر مهال یې کارېدل اسانېږي، خو بیه یې ۹۹۹ ډالر دی. تاسو دا کمپیوتر پر دېول. هم لګولی شئ او د دې درېدو وسیله ۱۹۹ ډالر بیه لري.

د دې کمپیوټر ټوله بیه، له ټولو وسایلو سره ۶۰ زره ډالرو ته رسیږي. خو د دې تر څنګ بېمه، نور وسایل یې لکه کېبل، اډپټرونه او نور پروګرامونه ورته پکار دي چې ور سره یې بیه ۶۵ زره ډالرو ته رسېږي.

( ټول لیدونکې 108 , د نن ورځي لیدونکې 1 )