شنبه. Mar 28th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

جنرال دوستم به څه ډول حکومت اعلان کړي؟ لېکنه: عصمت تره کی

زموږ سیاسیون ډیر مهاره دې، دوۍ ډیر په آسانۍ حکومتونه جوړولای او ړنګولای شي. خو اصل کېسه داسي ده، چي دلته د حکومت تعریف فرق کوي.

په نوره دنیا کې دولت تر ټولو لوړ قدرت لري، چي ملي حاکمیت ورته ویل کیږي. هغه ملي حاکمیت د ولسونو له لوري اجرائیه ډلي یا حکومت ته ورسپارل شوی وي. بیا په اړوند جغرافیه کې بل موازي او مساوي قدرت وجود نلري. ځکه نو هلته سیاسي ګوندونه اوشخصیتونه تر ډیره د حکومت تر چتر لاندي خپله مبارزه په مخ وړي. مګر زموږ په وطن کې بیا برعکس حکومتونه د سیاسیونو او سیاسي ډلو له لوري رامنځته کیږي او حکومتونه د سیاسي ډلو او شخصیتونو تر چتر لاندي کار کوي.

ځکه خو داسي وختونه ډېر راغلي چي په یو وخت کې په افغانستان کې دوه یا له دوه زیات حکومتونه وجود ولري. اصلي ستونزه داده چي دلته قدرت له سیاسي ډلو سره دی. تر اوسه پوري د یو مشترک نظام به رامنځته کېدو کار ندی شوی. بل خوا دا اوسني سیاسي ګوندونه هم خپلي ګټي په همدې ګډوډۍ کې ویني. دوۍ د یو قوي نظام د رامنځته کېدو مخه تل نیسي،نه پریږدي چي حکومت دې تر موجودو سیاسي ګوندونو او ډلو ځواکمن شي. خو په دې وروستیو کې تر پخوا سیاسي ډلي کمزوري شوي او تر یو بریده حکومت ځواکمن شوی. خو زموږ سیاسیون لا هم پخواني خوبونه ویني. په دې وروستیو کې جنرال دوستم خبر ورکړی چي که د ټاکنو پایلي د دولت جوړونکي ټیم په ګټه اعلان شي.

زه بل حکومت اعلانوم. اوس د حکومت اعلانول د جنرال دوستم لپاره کومه د حیرانتیا خبره نده. هغه مخکي هم یو حکومت ړنګ کړی. د هغه ترڅنګ دې ته ورته یو بل ګوند پخوا یو حکومت په کانټینر کې ورسره اچولی و، په غرونو کې یې ورسره ګرځاوو. خو دا فرق کوي چي دوۍ څه ډول حکومت اعلانوي. د حکومت لپاره دوۍ تر یو بریده قدرت لري، ټوپک لري، ملیشه لري او د تمویل سرچیني خو دستي ورته پيداکیږي. نور نو حکومت یو تشکیل ته اړتیا لري، چي د هغه خیالي تشکیل د ډکولو لپاره یو څو لغړیان هم ورسره لري. نور به یو حکومت اعلان کړي، بیا به یې ورسره ګرځوي.

د اړتیا په مهال يې ترکيي ته هم ورسره وړلای شي. دا حکومت په اصل کې له وختونو ورسره شته، یوازي اعلان یې پاتي دی. همدارنګه دې ته ورته امکانات له ډیری سیاسي ډلو سره عملا شته. خو تر اوسه يې یوازي اعلان کړي ندي. حتی یو وخت د پارلمان یو وکیل هم د فیسبوک له لارې خپل یو انځور له څو ملګرو سره شریک کړی و، نوموړي خبر ورکړی و، چي همدااوس د حکومت په تشکیل لګیا دي، ډیر ژر به يې اعلان کړي. خو دا دولتونه ندي، حکومتونه دي.

حکومت په حقیقت کې یوي اجرائیوي دستګاه یا ډلي ته ویل کیږي، چي قدرت له ځان سره ولري. برعکس دولت بیا جغرافيي، نفوذ، اجرائیه ځواک او ملي حاکمیت ټولو ته اړتیا لري. چي تر اوسه موږ په افغانستان کې دولت نه لرو یا يې هم په جوړولو نه یو توانیدلي. په حقیقت کې حاکمیت له خلکو سره دی، خو د خلکو دا امانت سیاسي او نظامي ډلو یرغمل کړی دی.

تر هغه وخته چي ولس خپل امانت له دې سیاسي او نظامي ډلو څخه وانخلي او یو واحد او ټول شموله حکومت ته يې ور ونه سپاري، هیڅکله به روانه ګډوډي پای ته ونه رسیږي.

( ټول لیدونکې 926 , د نن ورځي لیدونکې 1 )