وروستي خبرونه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، د څارونکو نه شتون له امله یې د جنجالي رایو تفتیش یکشنبې ورځې ته ځنډېدلی

د دغه کمېسیون غړو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې درې وار یې له شکایتونو کمېسیونه د څارونکو د لېږلو غوښتنه کړې، خو په وینا یې چې لا هم د شکایتونو کمېسیون خپل څارونکي نه دي ورلېږلي.

د دوی په خبره که د یکشنبې ورځ هم د شکایتونو کمېسیون خپل څارونکي ورته ونه لېږي، نو دوی به د قانون پر ربنسټ خپل د تفتیش بهیر پیل کړي. دې وروستیو کې د یو شمېر نوماندانو سربېره پر ټاکنو یو شمېر څارونکو بنسټونو له ټاکنیزو کمېسیونونو غوښتنه کړې، چې هر څه ژر دې خپلې چارې ترسره او وروستۍ پایلې دې خلکو ته اعلان کړي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008