وروستي خبرونه

ملي دفاع وزرات: بغلان او تخار کې ۱۳ تنه د حکومت مخالف وسلوال وژل شوي

له دفاع وزارت نه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د بغلان په جرخشک کلي کې تیره شپه د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي برید کې د حکومت اووه مخالف وسلوال وژل شوي.

خپر پاڼه کاږي، چې په ورته مهال د تخار په بهارک ولسوالۍ کې هم د یو هوایي برید په ترڅ کې شپږ د حکومت مخالف وسلوال وژل شوي. د دغه بریدونو په تړاو تر اوسه د حکومت کومې مخالفه وسلوالې ډلې څه نه دي ویلي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008