وروستي خبرونه

هغه کسان چې د کوېد 19 ناروغۍ څخه بېرته رغیدلې وي، تر یو کاله پر دغه ویروس نه اخته کیږي

416

 ډاکټر سکاټ ګاټلیب له یوې امریکایي رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، هغه کسان چې د کوید 19 ناروغۍ نه بېرته رغیدلې وي تر یو کال پورې پر دغه وایروس نه اخته کیږي

د دغه امریکايي روغتیاپال په خبره،هغه کسان چې له کوید 19 ناروغۍ نه بېرته جوړ شوي احتمال لري له 6 میاشتو تر یو کال پورې بیا پر دغې ناروغۍ اخته نه شي، هغه زیاته کړي دا د انسانانو د بدن مقاومت پورې تړاو لري، ښایي ځینې خلک 6 میاشتې وروسته ورباندې اخته شي او ځینې یو کال خو یو شمېر ممکن هیڅ پرې اخته نه شي

ورته مهال بیا یو بل روغتیاپال په دې پرخه کې له څېړنو وروسته ویلي، کورونا یو داسې وایروس دی چې هیڅوک هم نه پریږدې او ټول خلک به یوځل دغه ناروغۍ تېروي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008