وروستي خبرونه

د خپلواکۍ په ویاړ | لیکنه: محمد خان ذهین

ZhwandoonAugust 18, 20201080
7

 سهار وختي د ښار ټول چوکونه او د رسمي ادارو اکثره دروازې د هېواد په درې رنګه بېرغو پوښل شوې وې . په ښار کې چوپه چوپتیا او غېر عادي ځغاستې دا ځل د وېرې، ډار او دهشت له کبله نه، بلکې د هېواد خپلواکۍ په ویاړ وې 

د ښار څخه لرې کلیوالو هم د خپل هېواد درې رنګه توغ سره د ښار ښکلا کې ځانګړی رول لوبولی و . مینه ناکه مسکا، ساده ډوله څېره او د تګ جذابیت یې د خپلواکۍ خوند څو چنده کړی و . بېرغ له ځانه سره اخېستل او یا په ټنډه تړل خو بیخي د نن ورځې رواج ګرځېدلی و . ډېرو په اوږو او آن ځینو د خپل هېواد له توغه ځانته ځانګړې جامې هم ګنډلې وې . هر چا به داسې انګېرله چې ګویا د ازادۍ دا خوشحالي، لکه خپل واده رب یواځې پر ده پېرزو کړې ده؛ خو نه! د زیاتې جذبې او ملي احساس له مخې پر دوی دا د مینې څپه داغلې وه 

هر چا به په خپلو ازادو ګامونو د ښار سرکونه ګزوګام کول او په تګ کې به هر چاته خپل ځان ځانګړی اتل ښکارېده . په رښتیا هم دوی اتلان و؛ ځکه په دې نازکو حالاتو کې له خپله ځانه ټول غمونه او کړاونه، تکلیفونه او دردونه هېرول او په ویاړ سره په پاک زړه، په ښکلي بدن او ښایسته لباس، په مینه د خپلواکۍ ورځ لمانځل د یو بااحساسه او قهرمان اتل ښکارندوی کوي . ټول باغیور ملت او هاغو ته چې د خپلواکۍ په خوند ځانونه قربانوي، وایم :     دربشم راټول به دې کودړي د زړګي کړمه  ———- ځار به دې له تراړو تراړو شونډو پسرلي کړمه

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008