وروستي خبرونه

که د دوهمي نړېوالي جګړې په مهال نازیانو (هیټلر) اتومي بم ته لاسرسی موندلی وای؟ اوس به نړۍ په کوم حالت کې وه؟

583

ژباړه او راټولونه: رحمت الله محمد

اتومي وسلې د نننۍ نړۍ تر ټولو خطرناکي وسلې دي، چې د هر ډول تخریب وړتیا لري.

له دې وسلو څخه د نړۍ په تاریخ کې یوازي دوه ځله ګټه اخیستل شوې، چې د دوهمي نړیوالي جګړې د پای ته رسېدو لامل شو.

دا بمونه د امریکا له لورې په جاپان باندې وکارول شول، چې جګړه هم د امریکا او متحدینو په ګټه پای ته ورسېده. خو دا معلومه خبره ده چې که د دوهمي نړیوالي جګړې په مهال هر هېواد هم دې وسلو ته لاسرسی موندلای وای، نو دا لویه جګړه به یې په خپله ګټه پای ته رسولي وای.

نازیانو چې مشري یې هټلر کوله او د دوهمي نړیوالي جګړې پیل یې هم وکړ، زیاته هڅه وکړه تر څو په دې جګړه کې له اتومي بمونو څخه د ګټي اخیستني په موخه اتومي وسلې جوړي کړي. خو بریالي نه شو.

دا چې دوي ولې دې وسلو ته لاسرسی ونه موند، لاملونه یې په لاندې ډول دي:

  1. نازي رژیم له علمي اړخه ضعیف وو، ځکه له دوي څخه زیاتره هغه پوهان لکه انشټاین چې د اتومي بم په جوړولو کې یې رول درلود، ناراضه وو، او امریکا ته یې پناه وړي وه. نو له دې امله امریکا په دې اړه د څېړنو په موخه د خپلو پوهانو تر څنګ له آلماني پوهانو هم ګټه واخیستله.
  2. د اتومي وسلو جوړول زیات وخت او زیات مصرف ته اړتیا لري، خو نازیان په جګړه کې زیات بوخت وو، چې له دې امله یې وخت هم نه درلود او ټول مصرف یې هم په جګړه کېدو.
  3. نازیان د جګړې له پیله لا د جګړې اصلي لوری وو، نو ځکه د دوي ټول د وسلو تولیدونکې مرکزونه د جګړې لپاره د تازه توکو په تولید بوخت وو، او په اتومي وسلو د څېړنو لپاره یې کاپي وخت نه درلود.
  4. بله لویه ستونزه دا وه چې متحدو هېوادونو د آلمان په اقتصادي سرچینو لوی لوی بریدونه وکړل، نو له دې امله نازیانو ته لوی زیان واوښت.
  5. د دوي زیاته پاملرنه د اورانیمو غني کولو ته وه.
  6. که نازي رژیم اتومي بم ته لاسرسی موندلی هم وای، نو د دوي لپاره د دې بم لیږد او غورځول بله لویه ستونزه وه، ځکه د دې لپاره چې له اتومي بم څخه په سم ډول ګټه واخیستل شي، نو ځانګړي بم غورځونکي جټ بي-۲۹ ته اړتیا ده، چې د دې جټ جوړول تر اتومي بم هم زیات مصرف ته اړتیا لري.

خو بیا هم که نازیانو هڅه کړي وای، او دې کار ته یې زیاته پاملرنه کړي وای، نو ښایي اتومي بم یې جوړ کړی وای.

که نازیانو هم اتومي بم ته لاسرسی موندلای وای، بیا به څه کېدو؟

په دې وخت کې امریکا هم اتومي وسلو ته لاسرسی درلود، که نازیانو هم لاسرسی موندلی وای، نو ښایي دوهمه نړیواله جګړه په یوه اتومي جګړې بدله شوي وای، چې بیا به د نړۍ لپاره تر ټولو بد خبر وو.

ځیني کارپوهان په دې باور دي چې که نازیانو اتومي بم ته لاسرسی موندلای وای نو لمرنۍ موخې به یې لندن او مسکو وو، چې له دې دوو څخه په هر ښار برید به د متحدو هېوادونو لپاره خطرناکې پایلې درلودي.

په مسکو برید به د روسیې سره لښکر په رهبري او قومندي برید وو، چې که څه هم ښایي سره لښکر به لا جنګ ته ادامه ورکړی وای، خو بیا به هم ژر له ماتي سره مخ شوي وای.

او په لندن برید بیا د انګلیس پوځ د روحیې د ضعف لامل کېدو، او له ماتي سره مخ کېدو.

چې له دې وروسته به آلمان او محتدین یې د درېیمي لویي وچې له مقاومت سره مخ کېدو، خو درېیمه لویه وچه چې امریکا وه، هم په اتومي وسلې سمبال وه.

نو دا به د اتومي جګړې پیل وو. چې خطرناکې او وحشتناکې پایلې به یې درلودي.

په دوهمه نړیواله جګړه کې د اتومي بمونو رول:

دوهمه نړیواله جګړه یوازینۍ جګړه ده چې اتومي بمونه په کې کارول شوي دي.

دا بمونه هغه وخت وکارول شول کله چې د ۱۹۴۵م کال تر اګسټ پورې جاپان لا هم له متحدو هېوادو سره په جګړه بوخت وو، او د تسلیمېدو هوډ یې نه درلود. دا وخت امریکا تصمیم درلود تر څو په جاپان د فشار له امله په دې هېواد اتومي بم وکاروي. چې په پایله کې یې لمړنی بم د ۱۹۴۵م کال د اګسټ په ۶مه نیټه د جاپان په هیروشیما ښار باندې وغورځاوو.

دې وخت کې د روسیې سره لښکر هم له ځنډ وروسته په چټکۍ سره د جاپان په وړاندې د جګړې ډګر ته راودانګل، ځکه روسیې غوښتل جګړه په خپله ګټه پای ته ورسوي. خو امریکا پرته له ځنډ او مخکې له دې چې سور لښکر هم مداخله وکړي، دوهم بم یوازي درې ورځې وروسته د جاپان په ناګازاکي ښار باندې وغورځاوو، چې په پایله کې جاپان له کوم قید او شرط پرته تسلیم شو، او جګړه امریکا په خپله ګټه پای ته ورسوله.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008