وروستي خبرونه

د ښوونځیو نه پرانیستل کېدو پر زده کړه ییز بهیر بد اغېز کړی

582
 د ښوونځیو ښوونکي او زده کوونکي وايي، د ښوونځیو نه پرانیستل نه یواځې د زده کوونکو په زده کړیز بهیر بده اغېزه کوي، بلکې زده کوونکي یو کال له زده کړو شاته پرېږدي.
ښوونکي له حکومته غواړي، چې ښوونځي ژر تر ژره پیل کړي، څو زده کوونکي له زده کړو شاته پاتې نه شي. بل خوا د پوهنې وزارت بیا زیاتوي، چې د ښوونځیو پیل لپاره د کابینې پرېکړې ته په تمه دي، څو د ښوونځیو پیل یا نه پیل په اړه کابینه خپله پرېکړه وکړي. د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله نږدې ۵ میاشتې کېږي، چې ښوونځي او ښوونیز مرکزونه تړلي، خو اوس د ښوونځیو پر پرانیستلو او د زده کړو بهیر پر پیل ټینګار کېږي.
د ښوونځیو ښوونکي وايي، د ښوونځیو له نه پیل سره به زده کوونکي خپل ښوونیز کال له لاسه ورکړي او یو کال به له زده کړو شاته پاتې شي. د ښوونکو په خبره د ښوونځیو نه پرانیستل د زده کوونکو زده کړیز کال ټکنی کړی او د دوی په زده کړیز بهیر منفي اغېزه کړي.
ښوونکي له حکومته غواړي، چې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله نور د ښوونځیو دروازې تړلې پرېنږدي او ژر د زده کړو بهیر پیل ته اجازه ورکړي. د پوهنې وزارت زیاتوي، چې د ښوونځیو د پیل لپاره پر نوې طرحې جوړولو کار کوي، څو د کابینې تر تایید وروسته ښوونځي او ښوونیز مرکزونه پیل شي.
ښوونکي داسې مهال د ښوونځیو د پرانیستلو غږ پورته کوي، چې له دې وړاندې د خصوصي ښوونځیو ټولنې د زده کړو بهیر نه پیل له امله لاریونونه کړی وو او له پوهنې وزارته يې غوښتي وو، چې ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو ته د زده کړو بهیر پیل اجازه ورکړي.
خبریال : نذیر شینواری / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008