وروستي خبرونه

خپلمنځي خبرو ته هیلې ډېرې شوي، خو د اوربند په اړه لا هم اندېښنې شتون لري

581

 ځینو حکومتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې طالبانو سره مخامخ خبرې به راتلونکو درې یا څلورو ورځو کې پیل شي، خو د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې سره سم د اوربند تامنېدو په اړه لا هم اختلافات شتون لري.

طالبانو که څه هم د بندیانو خلاصون په برخه کې د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې هرکلی وکړ، خو د اوربند په اړه یې ویلي، چې په دې اړه به د خپلمنځي خبرو په پیل کې خبرې وشي. د دوی په خبره د اوربند مسله د خپلمنځي خبرو په پیل کې د بحث وړ موضوع ده.

د چارو څارونکي او ولسي وګړي له دواړو ډلو غواړي، څو هر څه ژر اوربند تامین او د سولې خپلمنځي خبرې په بریا سره پای ته ورسوي. د سولې مشورتي لويې جرګې پرېکړې د سولې خپلمنځي خبرو پیل ته پراته خنډونه لرې کړل. ځینو حکومتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې راتلونکو درې یا څلور ورځو کې به طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي. دوی له طالبانو غوښتي، څو د مشورتي لویې جرګې غوښتنې ومني او د پاتې طالب زندانیانو له خلاصون سره سم د خپلمنځي خبرو له پیل وړاندې اوربند وکړي.

خو قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند بیا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د اوربند په اړه به د خپلمنځي خبرو په لومړي پړاو کې بحث او خبرې وشي. سهیل شاهین (( د اوربند په اړه به په بین‌الافغاني مذاکراتو کې بحث وشي. اوس هم طالبانو د تېر په پرتله خپل عملیات کم کړي، خو د حکومتي ځواکونو د بریدونو او پاروونکو اعمالو له مخې عکس‌العمل ښودلو ته طالبان مجبور دي.)) افغان حکومت بیا د طالبانو پر یادو څرګندونو نیوکې کړي.

د ملي امنیت شورا ویلي، افغان حکومت او د مشورتي لویې جرګې ترڅنګ ټول افغانان د اوربند د تامنېدو غوښتنه کوي، خو په خبره یې چې طالبانو د پخوا په څېر جګړې ته دوام ورکړی. جاوید فېصل ((افغان حکومت تل پر اوربند ټينګار کړی، دا غوښتنه نه ‌یوازې د حکومت، بلکې د جرګې د غړو او ولس غوښتنه ده، خو طالبان د اوربند په نه کولو سره د ولس د ارادې خلاف حرکت کوي.)) که څه هم د لویې مشورتي جرګې له شوې پرېکړې د امریکا په ګډون ګڼو سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو هرکلی کړی، خو په ولسونو کې اوس غوښتنې دا دي، څو هر څه ژر خپلمنځي خبرې پیل او د تل پاتې سولې په تامنېدا سره پای ومومي.

خبریال : بهادر خان / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008