وروستي خبرونه

هېواد کې په تېره یوه شپه ـ ورځ کې د کورونا ویروس تازه 56 مثبتې پېښې ثبت شوي

580

 د عامې روغتیا وزارت وایي،په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۵۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې سره پر دغې ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر 37 زره او 162 تنو ته ورسېد.

د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کورونا اخته اووه تنه مړه شوي او 181 نور بیا بېرته روغ شوي دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کورونا وبا د مړه شویو کسانو شمېر 1 زر او 328 ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا 26 زره او 228 ته لوړ شوی دی.

روغتیا وزارت په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر هېوادوالو غږ کړی چې کورونا جدي وګڼي او د روغتیاپالانوسپارښتنې په سمه توګه پرځان عملي کړي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008