وروستي خبرونه

شپږ ورځې وروسته د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرې پیليږي

570
 ټاکل شوې چې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې خپل منځي خبرې شپږ ورځې وروسته د اګسټ میاشتې په ۱۶ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي.
په قطر کې د وسلوالو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له بي بي سي راډیو سره په خبرو کې ویلي، چې د افغان سولې خپلمنځي خبرو لومړنۍ ناسته به یوه اونۍ وروسته په دوحه کې پیل او د نورو ناستو د ځای او وخت په تړاو به وروسته خبرې وشي.
د نوموړي په خبره عباس ستانکزی به د یادې ډلې د مذاکره کوونکي ټیم مشري پر غاړه ولري. په همدې حال کې ملي تلویزیون د یوې حکومتي سرچینې له قوله ویلي، چې د سولې مخامخ خپلمنځي خبرې به د اګسټ میاشتې په ۱۶ چې د اسد میاشتې له ۲۶ نیټې سره سمون لري پیل شي.
افغانان د دې خبرو پیل ته هیله مند دي او ډېر شمېر په دې باور دي، چې دغه خبرې به په افغانستان کې د روانې جګړې ټغر ټول او د تلپاتې سولې د تامین لامل شي. دوی د دواړو لورو له مذاکره کوونکو ټیمونو غواړي، چې د خبرو پرمهال دې سولې ته د رسېدو لپاره له نرمښت څخه کار واخلي.

 

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008