وروستي خبرونه

زلمي خلیلزاد د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې هرکلی کړی

564

 د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې او د زندانیانو د خوشې کولو په تړاو د ولسمشر غني له دریځ څخه هرکلی کړی دی.

نوموړي ویلي، چې له ۴۰ کلنې جګړې وروسته اوس د سولې لپاره یو تاریخي فرصت ممکن شوی، چې ټول افغانان باید ترې ګټه واخلي او د سیمې ټیکاو او د نړۍ امنیت کې ونډه واخلي.

خلیلزاد ویلي، تمه لري چې د زندانیانو د ازادولو بهیر ډېر ژر بشپړ شي او ترې وروسته د خپلمنځي خبري پیل شي.

د ده په خبره هغه کې به د سولې پر تګلارې، د اوربند پر رامنځ ته کېدا او د جګړو پر پای ته رسېدا بحثونه کیږي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008