وروستي خبرونه

د نړۍ په تاریخ کې دوهم اتومي بم له نن څخه ۷۵ کاله وړاندې امریکا د جاپان په ناګازاکي ښار باندې وغورځاو

122

ژباړه: رحمت الله محمد

له نن څخه ۷۵ کلونه وړاندې په همدې ورځ د نړۍ په تاریخ کې دوهم اتومي بم د جاپان په ناګازاکي ښار باندې وغورځول شو

دا بم د دوهمي نړیوالي جګړې په مهال د امریکا د هغه وخت ولسمشر هري ترومن په امر استعمال شو.

په ۱۹۴۵م کال کې جاپان لا هم له متحدو هېوادونو سره په جګړه بوخت وو، له زیاتو فشارونو سره سره بیا هم جاپان د تسلیمېدو هوډ نه درلود. خو د متحدو هېوادونو په ګډه مشوره د جاپان په دوو ښارونو هیروشیما او ناګازاکي په درې ورځو کې دوه اتومي بمونه وغورځول شول. چې په پایله کې یې ۲۲۰ زره کسان ووژل شول، چې یوازي ۲۰ زره یې جاپاني نظامیان وو، او پاتي نور ملکي کسان وو.

له دغو کسانو څخه ۱۰۰ زره یې د بم غورځولو په ورځ مړه شول، خو پاتي نور یې بیا د ۱۹۴۵م کال تر پایه د دې بم څخه پاتي شویو خطرناکو راډیو اکټیو شعاعو په پایله کې مړه شول.

لمړی بم چې نوم یې ( کوچنی هلک) وو د اګسټ په شپږمه د دوشنبې په ورځ سهار اته بجې او ۱۵ دقیقې د جاپان په هیروشیما ښار وغورځول شو. د دې لپاره چې د بم تخریب زیات شي نو دې بم ته یې له ځمکې څخه ۵۷۶متره لوړ انفجار ورکړ.

له اتومي بم وروسته د هیروشیما ښار وضیعت

دوهم بم بیا چې نوم یې ( چاغ سړی) وو د اګسټ په نهمه د جاپان په ناګازاکي ښار وغورځول شو. په دوهم برید کې اصلاً د امریکا هدف د جاپان کوکورا ښار وو، کوم کې چې د جاپاني نظامیانو لپاره جنګي وسایل تولیدېدل، خو دا چې هغه ورځ د دې ښار هوا خرابه وه، او امریکایي پیلوټانو په دې ښار کې اصل هدف پیدا نشوای کړای، نو له دې امله یې په څو دقیقو کې خپل هدف تغیر کړ او په ناګازاکي ښار یې یاد بم وغورځاو.

پورتني انځور کې د ناګازاکي ښار له اتومي بم مخکې، او لاندیني انځور کې بیا ناګازاکي ښار د اتومي بم له چاودني وروسته ګورئ

له دې دوو بمونو وروسته ډېر ژر جاپان له کوم قید او شرط پرته تسلیم شو، او دوهمه نړېواله جګړه پای ته ورسېده.

 

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008