وروستي خبرونه

د مشورتي جرګې له خوا د طالب زندانیانو د خلاصون پرېکړې خلک سولې ته هیله مند کړي

558

 وروسته له هغې چې د سولې مشورتي لويې جرګې د یوه ۲۵ ماده ییز پرېکړه لیک په خپرولو سره خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړه او د خپلمنځي خبرو د ژر پیل لپاره يې د ۴ سوه بندیانو خلاصون تایید کړ، د ولسي وګړي او د چارو څارونکي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له لسیزو راهیسې پیل شوې جګړې درېدو ته هیله مند شوي

په دې پرېکړه لیک کې د جرګې غړو د یوې باعزته سولې هرکلی کړی او غوښتنه يې وکړه، چې د بندیانو له خوشې کېدو سره سم دوامداره اوربند اعلان او پرته له خنډ جوړېدو خپلمنځي خبرې پیل شي. پرېکړه لیک کې غوښتل شوي، دوی ته دې دا ډاډ ورکړل شي، چې ازادېدونکي بندیان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه نه شي او پر طالبانو يې هم غږ کړی، چې ټول حکومتي بندیان د ښه نیت په موخه ازاد کړي. د سولې مشورتي لويې جرګې د یوه ۲۵ ماده ییز پرېکړه لیک په خپرېدو سره خپله وروستۍ پرېکړه وکړه، چې ۴ سوه طالب بندیان به خلاصېږي او د اوربند په اعلان سره به خپلمنځي خبرې پیل کېږي. 

لمړۍ ماده- د مشورتي لويې جرګې غړي تلپاتې او باعزتې سولې ته د رسویدو په خاطرد سولې له بهیر څخه چې په هیواد کې د امنیت او ثبات لامل ګرځي، هرکلی او ملاتړ کوي.

دوهمه ماده- جرګه د سولې مذاکراتو د پیل په وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو، د وينو له تويدلو څخه د مخنیوي او همداراز د وګړو د مصلحت او خیر لپاره، د طالبانو د څلور سوه بنديانو د خوشي کیدو نظر تايیدوي.

درېیمه ماده- که چیرې د بنديانوپه منځ کې بهرني اتباعوي، د بهرني بنديانو له هیوادونو څخه ترمعتبرو ضمانتونو وروسته خپلو اړوندو هیوادونوته وسپارل شي.

څلورمه ماده- بايد ډاډ ترلاسه شي چې د دغو بنديانو له خوشي کیدو سره سم، مستقیم مذاکرات له کومې بهانې پرته ژر تر ژره پیل کیږي. مشورتي جرګې په پرېکړه لیک کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې له افغانستان سره خپلې ژمنې عملي کړي.

پنځمه ماده- جرګه په جدي توګه په هیواد کې د دوامداره او فوري اوربند د ټینګښت غوښتونکې ده او له نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امريکا متحده ايالاتو څخه غواړي چې د افغانستان له خلکو سره پر خپلو کړيو ژمنو عمل وکړي.

شپږمه ماده- د افغانستان ملت او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته دې ډاډ ورکړل شي چې له بند څخه خوشي شوي بنديان بیا ځل د جنګ ډګر ته نه ستنیږي او د دوی کړنې دې وڅارل شي.

اوومه ماده- دې ته په پام سره چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د طالب بنديان خوشي کولو لپاره اقدام کوي، جرګه له طالبانو څخه غواړي چې د دولت د ټولو ملکي او نظامي بنديانو په وړاندې خپل مکلفیت ادا او بنديان دې ژر تر ژره خوشي کړي. پرېکړه لیک کې د تاوتریخوالي په کمښت ټینګار شوی، چې د نه کمېدو په صورت کې به يې پر وړاندې افغانان قاطع تصمیم ونیسي.

اتمه ماده- د غوښتنې په صورت کې د هغو کسانو حق العبدی دې خوندي وي چې د خوشي شويو طالبانو لخوا متضرره شوي دي.

نهمه ماده- مونږ له نړيوالې ټولنې څخه غواړو د هغو هیوادونو له لاسوهنو څخه چې د هیواد په بې ثباتۍ کې په مستقیمه او يا غیر مستقیمه توګه ښکیل دي او يا له تروريستي ډلو څخه ملاتړ کوي، مخنیوی وکړي.

لسمه ماده- پداسې حال کې چې د سولې هلې ځلې دوام لري د دې جرګې غړي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او له طالبانو څخه غواړي چې وسله وال تاوتريخوالی ودروي او ټول اختلافات دې د خبرو اترو له لارې حل او فصل کړي. د افغانستان ملت به د هغه لوري په وړاندې چې د تاوتريخوالې پر ادامې ټینګار کوي، قاطع تصمیم ونیسي. مشورتې جرګې په خپله پرېکړه کې ویلي، چې باید د افغانانو تېرې ۱۸ کلنۍ لاسته راوړنې خوندي وساتل شي.

یولسمه ماده- د سولې په بهیرکې بايد اسلامي ارزښتونه، د علماوو رول، د دولت اساسي بنسټونه، ولسواکي او په تیرو دوو لسیزو کې د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې حفظ اوتقويه شي.

دولسمه ماده- د سولې په مذاکراتو کې د ولسواکۍ اوجمهوريت اصول او د اتباعو اساسي حقونه، په ځانګړي توګه د قومي، ديني اومذهبی لږکیو سیاسي موقعیت او حقونه چې د اساسي قانون په دوم فصل او ددې قانون په نورو موادو کې تسجیل شوي، تر پښو لاندې نشي.

دیارلسمه ماده- د سولې مشورتي لويې جرګې غړي ټینګار کوي چې په هیواد کې ښځي د نیمې برخې د نفوس په توګه بايد له خپلو حقوقي او سیاسي موقف برخمنې وي او د سولې بهیر په ټولو پړاونو کې رغنده رول او مشارکت ولري. جرګې په دې مادو کې له طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کې پر روښانه میکانیزمونو چې د اجتماعي نظم، د تاسیساتو او زيربناوو د امنیت او ثبات باعث ګرځي پر تفاهم ټینګار کړی.

څوارلسمه ماده- د مشورتي لويې جرګې غړي په دې عقیده دي چې اساسي قانون يوه ملي وثیقه ده چې بايد وساتل شي. مګر د اړتیا په صورت کې اساسي قانون په همدې قانون د تعديل میکانیزم په اساس تعديل يې ممکن دی.

یویشتمه ماده – جرګه ټینګار کوي چې دافغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو تر منځ دې د مذاکراتو لپاره لازم شرايط په هیواد کې دننه برابر شي ځکه چې دواړه لوري افغانان دي، کنه له دې پرته دې مذاکرات په دريم بې پرې هیواد کې ترسره شي. مذاکرات بايد مستمر او دوامداره وي او په هیڅ دلیل دې ددغې لړۍ مخه نه نیول کیږي.

درېشتمه ماده- له اسلامي هیوادونو او د اسلامي همکاريو له سازمان، په ځانګړې توګه د افغانستان له ګاونډيو څخه هیله لرو چې د افغانستان له خلکو سره د تلپاتې سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي او خپله اسلامي وجیبه د افغانستان د مجاهد ملت د بیسارو قربیانیو په وړاندې ادا کړي.

د سولې مشورتي لویه جرګه وړاندیز کوي، چې د ملي پخلاینې عالي شورا په جوړښت کې دې د ملي مشارکت اصل رعایت شي او ترې غواړي، چې د سولې پروسې په هکله دې افغانانو ته پر وخت معلومات ورکړي. د پرېکړه لیک یو شمېر مادو کې له دولته غوښتل شوي وو، چې هېواد سره د خیانت په جرم د هغو امنیتي او دفاعي منسوبینو د بند پاتې موده وبښي، چې د جمهوري ریاست د عالي مقام په صلاحیت کې وي.

خبریال : نذیر شینواری / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008