وروستي خبرونه

مشورتي لویې جرګې په درېیمه ورځ د پاتې 4 سوه طالب زندانیانو په اړه خپله پرېکړه وکړه

557

 دغې جرګې چې د جمعې په ورځ یې د 4 سوه طالب زندانیانو د خلاصون او یا نه خلاصون په اړه افغان حکومت ته مشوره ورکوله، نن یکشنبه یې خپله پرېکړه اعلان کړه. یادې جرګې د 4 سوه طالب زنداینانو د خلاصون طرحه تایید کړه، خو ټينګار یې وکړ چې ورسره سم دې اوربند تامین او د تل پاتې سولې د تامنېدا په موخه دې خپلمنځي خبرې پیل کړي.

دغه پرېکړه کې پر بندیانو د حق العبدي مسایلو پر خوندي ساتلو هم ټينګار شوی دی. دغه جرګه کې د هېواد له 34 ولایاتو څخه 3 زره 4 سوه غړو ګډون درلود. قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د طالب زندانیانو له خلاصون وروسته به اوس د یوې اوونۍ په ترڅ کې خپلمنځي خبرې پیل کړي.

دغه زندانیانو د امریکا او طالبانو ترمنځ قطر کې د شوې هوکړې له مخې باید له هوکړې وروسته په لسو کې خوشې شوي وای، خو افغان حکومت ویلي، د زندانیانو له ډلې یې دغه 4 سوه زندانیان د درنو جرمونو د لرلو نه وو ازاد کړي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008