وروستي خبرونه

کابل کې پیل شوې د سولې مشورتي لویه جرګه نن پای ته رسیږي

552

د پاتې ۴ سوه طالب بندیانو د خلاصو په موخه جوړه شوې مشورتي جرګه له دریو ورځنیو بحثونو وروسته نن پای ته رسیږي. د دې جرګې کاري کمېټو غوښتنه داده، چې سولې ته د رسېدو په موخه دې طالب زندانیان د ملي او نړیوالو ضمانتونو په ورکولو سره آزاد شي، جګړه دې ودرول شي او تلپاتې اوربند دې تامین شي

همدار راز هغه کسان چې له وسلوالو طالبانو سره زنداني دي، د ښه نیت له مخې دې ازاد کړل شي. د مشورتي لویې جرګې مشر او د پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي، د 4 سوه طالب زندانیانو له خوشې کېدو وروسته به په دریو ورځو کې قطر کې خپلمنځي خبرې پيل شي.

خو بل لور په قطر کې د وسلوالو طالبانو د سیاسي د فتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د پاتې ۴ سوه طالب بندیانو له خلاصون سره سم به د سولې خپلمنځي خبرې په یوه اوونۍ کې پیل کړي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008