وروستي خبرونه

د سولې مشورتي جرګې ډېرو کمېټو د 4 سوه طالب زندانیانو د خلاصون غوښتنه کړې

546

که څه هم ټاکل شوې، چې د نن ورځې تر پایه د سولې مشورتي لویه جرګه د 4 طالب زندانیانو د برخلیک په اړه خپله رسمي پرېکړه وکړي، خو د ځینو سرچینو د خبر له مخې جرګه کې ډېرو کمېټو د دغو زندانیانو د خلاصون غوښتنه کړې.

په دغو کمېټو کې ځینو یې په مشروط ډول د دغو زندانیانو پر خلاصون ټینګار کړی دی. دغې جرګې چې تېره ورځ د عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې په کار پیل وکړ، په لومړیو کې یې د سولې راتلو لپاره پر سرتاسري اوربند او ورپسې پر خپلمنځي خبرو ټینګار وشو.

د یادې جرګې مشر عبدالله عبدالله هم تېره ورځ هیله وښوده، چې دغه جرګه به د سولې خپلمنځي خبرو د پیل پروړاندې شته ټول خنډونه له منځه یوسي.

یاده جرګه وروسته له هغې راوبلل شوه، چې ولسمشر غني د درنو جرمونو د لرلو له امله د 4 سوه پاتې طالب زندانیانو خلاصون له خپل واک څخه پورته وګڼه.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008